ننګرهار ولایت کې د هندوستان هېواد په مرسته د نږدې شل میلیونه افغانیو په ارزښت د حرفوي زده کړو یو مرکز جوړ شو.

د ننګرهار له ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هندوستان هېواد په ۱۹.۷ میلیونه افغانیو مالي لګښت ننګرهار ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست کې د حرفوي زده کړو یو مرکز جوړ او تجهیز شو چې د مرغومې په ۲۴مه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې په دې مرکز کې به په يوه وخت ۲۸۰ نارينه او ښځينو ته په لسو بېلابېلو کسبونو کې حرفوي زده کړې ورکړل شي .

خبرپاڼه لیکي، یاد مرکز د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل او کار او ټولنیزو چارو وزیر بشير احمد ته ينج له لوري چې د ولایتي شورا غړو او یو شمېر مسؤلینو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د خبرپاڼې له مخې، د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل، د حرفوي زده کړو دا مرکز د هند هيواد په ۱۹ اعشاريه ۷ ميليونه افغانيو رغول شوی چې ۱۷ ميليونه افغانۍ يې په ودانۍ او ۲ اعشاريه ۷ ميليونه افغانۍ يې په تجهيزاتو راغلې دي.

هغه زياته کړه: «دا مرکز دوه پوړو کې جوړ شوی لس تدريسي خونې، څلور تشنابونه، اداري خونه او نور ملحقات لري، په دې مرکز کې به د لس بېلابېلو کسبونو زده کړه کيږي چې بيا به د کار مارکېټ ته وړاندې کېږي»

په خبرپاڼه کې راغلي، د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج هيله وښوده چې د دغه مرکز په فعاليت سره به ننګرهار کې د بې روزګارۍ کچه راټيټه او پر کسب پوه کسانو شمېر به زيات شي.