د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه اوولس تنه د اسلامي دولیت نومې ډلې یا داعش وسله د امریکایي ځواکونو په پر له پسې هوایي بریدونو کې وژل شوي.

د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، په اچین ولسوالی اړوند دپیښې او مامند دری ېپه ساحو کې تیره شپه بهرنیو ځواکونو بی پیلوټه الوتکې څلوربیلابیل هوایي بریدونه ترسره کړي چی په ترځ کې اوول  داعش وسله وال وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه هوایي بریدونو کې د داعش وسله والو یو اندازه وسلط او مهمات هم لمنځه وړل شوي.

دامنیه قومانداني په وینا،وژل شوی داعشیان بهرني وکړي دي چې په یاد محل کط ترهګریزي او ناوړه کړنی ترسره کولی.

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، په ترسره شووهوایي بریدونو کی ملکی وګړو او امنیتی منسوبینو ته زیان ندي اوښتې .

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

په همدې حال کې چارواکي ادعا کوي چې دشاهین پنځه ویشت عملیات چی دګډو امنیتی ځواکونو له خوا دهسکی مینی، کوټ ولسوالیو او نورو نا امنه سیمو کې دوسله والو مخالفینو دځپلو او لمنځه وړلو په موخه دملی اردو۲۰۱سیلاب قول اردو اړوند څلورمی پلی لوا په مشری روان دي.