د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي راشد خان، محمد نبي، مجیب‌الرحمان، قیس احمد او نور احمد لکڼوال د پاکستان غوره لیګ کې مختلفو لوبډلو وپېرل.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ستورې لوبغاړي چې په اوس وخت کې د افغانانو او د نړیوالو په ژبو د دوی نومونه ګرځي د پاکستان په سوپر( غوره) لیګ کې وپېرل شول.

په دې لړ کې راشد خان د لاهور قلندر لوبډلې، محمد نبي او نور احمد لګڼوال د کراچي کینګ لوبډلې، مجیب‌الرحمان د پېښور زلمي لوبډلې او قیس احمد د کویټې لوبډلې وپېرل.

د پاکستان غوره لیګ چې په کال کې یوځل ترسره کېږي څو کاله وړاندې دغه لیګ په متحده عربي امارتو کې ترسره شو چې په دې وروستیو کلونو کې تر ډېره دغه لیګ په پاکستان کې ترسره کېږي دا چې په پاکستان کې د نړیوال کرکټ کېدل ډېر کم دي او ډېری هېوادونه زړه نه ښه کوي چې پاکستان کې لوبې ترسره کړي، د دې په اړه هم معلومات نشته چې دغه لوبغاړي به پاکستان ته د لوبو کولو لپاره لاړ شي او کنه.

د افغانستان د ملي لوبډلې دغه لوبغاړې راشد، نبي، مجیب او نور احمد تراوسه په استرالیا کې د بیګ باش غوره لیګ کې لوبې کوي، چې څو ورځې وروسته به د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درې یوه ورځنۍ لوبې هم پیل شي چې یادو لوبغاړ وار تر پخوا ځان اماراتو ته رسولی دی.