د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی اسلام‌الدین امیري د هند فوټبال لیګ کې د ریال کشمیر له لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

ښاغلي امیري له خامه پرس سره د خبرو پر مهال وویل، تېره ورځ په رسمي ډول اعلان شو او د یو کال لپاره یې د ریال کشمیر لوبډلې سره قرارداد کړی دی.

هغه زیاته کړه، دی له تېرو لسو کالو راهیسي په هند کې د دغه هېواد په فوټبال لیګ کې لوبېږي او په خبره یې له تېر یو کال راهیسي یې له ریال کشمیر لوبډلې سره لوبې کړې دي چې اوس یې په رسمي ډول ورسره قرارداد وکړ.

هغه وایي، له دې یې هدف دا دی چې له ورزش فوټبال وروسته پاته نه شي او د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره خپل ځان اماده کړي.

هغه وایي، د راتلونکې کال په مارچ میاشت کې د افغانستان ملي لوبډله له بنګلدېش، عمان او نورو هېوادونو سره لوبې لري، د ده په خبره په دې کلب کې به لوبه کول دی دې ته اماده کړي چې د افغانستان په لوبډله کې ښه ولوبېږي او له هېواده ښه استازیتوب وکړي.