د پکتیا امنیه قواماندان اختر محمد شاهین عکس

د پکتیا والي محمد حلیم فدايي وايي، چې اختر محمد شاهین د دې ولایت امنیه قوماندان له خپل مقام څخه ګوښه شو.

فدايي زیاته کړه، ښاغلی شاهین د خپل له دندې د ګوښه کیدو لامل يې خپل دندې ته په سمه توګه نه رسیدو په خاطر یاد کړی.

دغه راز د پکتیا غږ نشراتي مرکز مطبوعاتي ویاند ښاغلی عمري وايي، د یاد ولایت په امنیه قوماندانې کې د بې عدالتي، فساد زیاتوالې د پولیسو غیر مسلکي توب له امله ښاغلی شاهین له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په پکتیا ولایت کې ناامنې لکه د چسپکي ماینونو چاودیدل، موټربم چاودنې، اداري فساد او داسې نور ستونزې زیاتې شوي او ښاغلی شاهین هم په همدې خاطر له خپلې دندې ګوښه شو.