ولسمشرغني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري سره غونډه کې د خدمتونو وړاندې کولو ښه والي ته په پام د افغانستان ملکي خدمتونو ادارو د جوړښتونو او تشکېلاتو پر اصلاحاتو، خبرې وکړې

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ناسته کې چې تېر مازدیګر په ارګ کې وشوه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس د افغانستان ملکي ادارو د تشکیلاتي او سازماني جوړښت په برخه کې د اصلاحاتو د پرمختګونو او ښوونکو ته د رقابتي برنامو د جوړولو پرمختګ په اړه خپل راپور له ولسمشر سره شریک کړ

خبرپاڼه لیکلي، ولسمشرد یاد راپور له اورېدو وروسته د امنیتی او دفاعي سکتور منسوبینو ته د خدمت وړاندې کولو لپاره د دغو بنسټونو د ملکي برخې کارکوونکو پر ښه والي او اصلاحاتو ټینګار وکړ