په بشري حقونو په چارو کې د دولت پخوانۍ وزیره سیما سمر د ولسمشر لخوا له دندې تر ګوښه کېدو وروسته ویلي، خوښه ده چې ولسمشر ورته دوسیه نه ده جوړه کړې او هغه یې څارنوالي ته معرفي نه کړه.

اغلې سمر په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، له ولسمشره مننه کوم چې زه يې آزاده کړم هغه کار چې باید یو نیم کال مخکې یې ترسره کړې وای..

نوموړي وویل، خوښه یم چې پرته له دوسيې جوړولو او څارنوالې ته معرفي کولو يې له دندې ګوښه کړم.
دا په داسې حال کې ده چې اغلې سمر پرون د ولسمشر منظوري چارو ادارې لخوا له دندې ګوښه شوه.

اغلې سمر رسنیو ته وویل، د خپل دندې څخه ګوښه کیدو په اړه نه پوهیدله او یوازې ځینې اسناد يې د خپل همکارانو لخوا ترلاسه کړي وو چې د نومړي له دندې څخه ګوښه کیدو په تړاو وو.