Thursday Jul 19, 2018

د بریښنایي تذکرو د وېش لپاره د حکومت لارښونه؛ لس ورځو کې وړاندیزونه او زماني جدول ترتیب شي

نوشته شده توسط khaama - Sun Mar 12 2017, 5:18 am

افغان حکومت د بریښنایي تذکرو د وېښ لپاره اړوند ادارو ته لارښونه کړي چې په لس ورځو کې د تذکرو د وېش د پیلولو لپاره له وړاندیزونو او زماني جدول سره  یو واضح تحلیل ترتیب کړي.

د ارګ ماڼی له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، تیره ورځ د د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د برېښنایي تذکرو د وېش لپاره د تیاریو د څرنګوالي په اړه د بحث په موخه غونډه جوړه شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې غونډې د برېښنایي تذکرو د وېش د تیاریو د څرنګوالي په اړه د هر اړخیزو بحثونو په ترڅ کې د بېلابېلو ادارو له استازو جوړ کاري ټیم ته دنده وسپارله چې په لس ورځو کې د برېښنایي تذکرو د وېش د پیلولو لپاره له وړاندیزونو او زماني جدول سره  یو واضح تحلیل ترتیب کړي چې د یو سم تحلیل په اساس د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر پیل شي.

د ارګ ماڼی په وینا، په دغه غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرسیتال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال تاج محمد جاهد، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي او د الکترونیکي تذکرې د وېش ادارې یو شمېر مسوولینو هم په دې غونډه کې حضور درلود.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

1 Comment

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last
  1. ډیر ښه ولسمشره!
    مننه
Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last

نظر دهید