د امریکا ټاکنیز کالج په رسمي ډول جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه اعلان کړ، او د هغه رایې یې ۳۰۶ ښودلې دي.

د امریکا ټاکنیز کالج یا الکټرل کالج تېره ورځ په رسمي توګه اعلان وکړ چې جوبایډن د ۳۰۶ کالج رایو په ترلاسه کولو سره د امریکا ولسمشر دی په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ ۲۳۲ کالج رایې لري.

په ورته وخت کې تېره ورځ هم په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ پلویانو لاریون کړی و د امریکا د ټاکنو پایلې یې نه وې منلې.

دغه راز د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم مبارکي ورکړې او هغه ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله ښودلې ده.

د امریکا ټاکنې چې د روان کال د نومبر پر درېیمه نېټه ترسره شوې هر نوماند ته په کار وه چې باید ۲۷۰ کالج رایې ترلاسه کړي چې په دې سره جوبایډن وتوانېدو دغه رایې ترلاسه کړي او د امریکا ولسمشر وټاکل شي.

جوبایډن به د راتلونکي کال د جنوري په ۲۰مه د لوړې مراسم ترسره کړي.