په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن د اروپایي ټولنې د هغې اعلامیې هرکلی کړی چې ویلي یې و، د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا دې رسمأ په کار پیل وکړي.

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د اروپایي ټولنې د هغې اعلامیې هرکلی کوم چې په افغانستان کې یې د ملي پخلاینې د جوړېدو او په کار د پیلېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو سفیرانو تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د ملي پخلاینې عالي شوار دې ژر تر ژره خپل تشکیلات پیل کړي او په عملآ دې په کار پیل وکړي.

دوی ویلي، په دغه شورا کې دي د سیاسي مشرانو د عضویت ترڅنګ د ښځو، د جګړې قربانیانو، مذهبي اقلیتونو،رسنیو، ځوانانو او مدني ټولنو ټولو استازو ته غړیتوب ورکړل شي.

په اعلامیه کې راغلي:

موږ د ملي پخلاینې عالي شورا د رامنځته کېدو او فعالیت پیلېدو غوښتنه کوو چې دنده یې د سولې مذاکراتو کې لارښوونه کول دي.

اروپایي ټولنې دغه راز د سولې له روان بهیر ملاتړ اعلان کړی او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره و درېږي او په دغه هېواد کې دې تلپاتی او دایمي اوربند رامنځه شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د مرستو د جلب په موخه جنیوا کنفرانس پای ته ورسېد او نړیوالې ټولنې په مشروط ډول له افغانستان سره تر راتلونکو څلور کلونو پورې ۱۳ میلیارده ډلره مرسته وکړه.