د اې بي سي آسټرالیایي رسنې راپور له مخې ددې هیواد حکومت لس سرتیري چې په افغانستان کې جرمونو ترسره کولو کې یی لاس درلود، له دندې وویستل.

د راپور پر بنسټ، ددې هیواد ځینې نور ځانګړي ځواکونه چې په افغانستان کې د ملکیانو او امنیتي ځواکونو پر وژلو کې تورن وو له دندې ویستل، اخطارونه او ځینې نور انضباطي مجازات هم ورته ټاکل شوي دي.

وروسته له دې چې په افغانستان کې د آسټرالیایي سرتیرو جرمونه تایید شول، د یکشنبې په ورځ، جنرال آنګس کمپیل، د آسټرالیایي ځواکونو قوماندان د خپل لاس لاندې ځواکونو کې د ښه بدلون راوستلوهوکړه وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د آسټرالیایي سرتیرو جرمونه په خپل ځان پورې اړوند بولي او باید د دې جنایاتو نه تکرارولو لپاره هوکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څیړنې ښایي آسټرالیایي ځانګړي ځواکونو په افغانستان کې د خپل شتون په دوره کې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ کال پورې ۳۹ افغان بندیان او ملکیان یی وژلي او څه موده مخکې هم نهه آسټرالیایی سرتیرو په دې تړاو افغانستان کې ځان وژنه وکړه.

له دې سره سم راپور کې راغلي ۵۷ د وژنې دوسیې څیړل شوي او نږدې زر تنو ددې په تړاو شهادت ورکړي دي.