د بهرني رسنیو راپور له مخې، د نړې په کچه د کرونا ویروس مثبتو پیښو شمیر له ۶۰ ملیونو پورته تللي دي.

راپور ښایي د امریکا متحده ایالات چې د کرونا ویروس له امله د هیوادونو په صدر کې راځي، د کرونا ویروس مثبتې پیښې پکې خورا زیاتې شوي دي.

د راپور له مخې، تر یوه اوونۍ په کمه موده کې په یاد هیواد کې له یو ملیون ډیر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دغه راز په یاد هیواد کې د کرونا ټولو مثبتو پیښو شمیر له ۱۳ ملیونو او ۷۶۹ زرو اوښتې دې.

له دې سره جوښت، امریکا کې د کرونا له کبله له ۲۶۲ زرو ډیر کسان مړه شوي دي.

د متحده ایالاتو چارواکي له خلکو غوښتي دي چې روغتیایی تدابیر په پام کې نیولو سره په خپل کورونو پاتې شي.

دغه راز ښاغلې بایډن له امریکایانو غوښتي چې د شکرانې مراسمو ادا کولو پر مهال هم دی لیدل کتل بندې کړي، چې د کرونا ویروس خپریدو مخنیوې وشي.

له دې سره سم تېرو ۱۷ ورځو کې د نړۍ په کچه د کرونا ویروس له ۱۷ میلیون زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې هره اوونۍ نړۍ کې د کرونا ویروس له امله کابو ۵۸۰ زره پېښې ثبتیږي او د روغتیا وزارت معلوماتو پر بنسټ افغانستان هم ددې ویروس دویمې څپې تیرولو په حال کې دې.