د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې۲۲۶ کسان په کرونا وایروس اخته شوي او ۹ تنه ترې مړه شوي دي.

‎دغه وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۸۷ کسان له کرونا بېرته رغېدلي دي چې په دې سره له یادې ناروغۍ بېرته رغېدلو کسانو شمېر۳۶ زره ۲۳۲ ته رسېدلی دی.

‎د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تراوسه په ټول هېواد کې ۴۵ زره او ۷۱۶ کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې یو زر۷۳۷ مړه شوي دي.

‎دغه راز د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تراوسه په ټول هېواد کې ۷ زره او ۴۸۸ فعاله مثبتې پېښې شته.