
کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو کې د حرفوي غلو څلور کسیزه ډله چې په وسله والو غلاو، وژنې او ژوبلې لاس پورې کول ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ښار په بیلا بیلو سیمو کې د حرفوي غلو څلور کسیزه ډله چې په وسله والو غلاو، وژنې او ژوبلې لاس پورې کول او د پولیسو ترڅار لاندې وه، نیول شوې ده.
دغه راز نوموړي زیاته کړه چې له دې کسانو څخه د غلا شوې واسطې سربیره؛ دوه قبضی تفنګچې هم لاس ته راغلي.
کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې کابل ښار په وروستیو کې د ډیرې غلاو، وژنې او پیښو شاهد دې.