
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله ماتې منلې او جوبایډن ته یې د واک د لېږد پروسه پیل کړې ده.
د امریکا د خدمتونو د ادارې جې ایس اې رییس په رسمي توګه جوبایډن ته یو لیک لېږلی او زیاته کړې یې ده چې په رسمي توګه دې د واک د ترلاسه کولو لپاره تیاری ونیسي.
د امریکايي رسنۍ سي ان ان د راپور له مخې د امریکا د خدمتونو ادارې دغه لیک د ټرمپ په توافق سره د جوبایډن ټیم ته لېږلی او زیاته کړې یې ده چې د واک د پروسې د ترلاسه کولو لپاره دې تیاری ونیسي.
په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، نه غواړي چې تر دې نور د خدماتو ملي اداره تر فشار لاندې راولي او په وینا یې هغوی ته یې وړاندیز کړی چې لازمي اقدامات دې د واک د لېږد په برخه کې واخلي.
دا په امریکا کې د تېرو دوو اوونیو را هیسي لومړی ځل دی چې د واک د پروسې د لېږد خبره کېږي له تېرو دوو اوونیو راهیسې د دغه هېواد ټاکنې له جنجال سره مخ وې او ډونالډ ټرمپ دغه ټاکنې نه منلې .