د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي د دوو پیله‌ییزو لوبغاړو حضرت ځاځي او عثمان غني نومونه د کرکټ د نړیوالو رکارډونو په ګېنیس کتاب کې شامل شول.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د دوو پیله‌ییزو لوبغاړ نومونه د کرکټ د نړیوالو رکارډونو په ګېنیس کتاب کې راغلي دي.

په دغه کتاب کې د ملي لوبډلې د لوبغاړي حضرت ځاځي په هغه لوبه راغلی چې نوموړي په کې د یوې شل اوریزو لوبې په یوه پاڼۍ کې ۱۶ شپږیزې ووهلې او په ۶۲ بالونو یې ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

دغه راز په دې لوبه کې له حضرت ځاځي سره عثمان غني هم وو چې دواړو په یوازې ځان ۲۳۶ منډې ملګرتیا وکړه.

دغه لوبه چې په ۲۰۱۹ م کال کې د فیبرورۍ په ۲۳ مه نېټه د هند په دیهرادون ښار کې  د ایرلنډ پر وړاندې وشوه افغان لوبډلې د دغو دوو لوبغاړو د اوږدې ملګرتیا پر مټ وکولای شول چې سیالې لوبډلې ته ۲۷۸ منډې هدف ورکړي او دغه لوبه ورنه په لوی توپیر وګټي.

د کرکټ د نړیوالو رکارډونو ګېنیس کتاب چې په هره ګڼه کې د هغو لوبغاړو نومونه او پر هغوی تبصرې کوي چې ترټولو یې ښه لوبه کړې وي او د هغوی لوبه د یو رکارډ په توګه ثبت شوې وي.

د یادونې ده چې په دغه کتاب کې د ملي لوبډلې د یو بل تکړه لوبغاړي راشد خان نوم هم راغلی دی  چې هغه په ۲۰۱۸ کال کې په شل اوریزو لوبو کې ترټول اغېزناک لوبغاړی یاد شوی چې توپوهونکي یې له ستونزه سره مخ کړي وو.