د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کریستوفر میلر د دغه هېواد وسله‌والو ځواکونو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، اوس د دې وخت دی چې تاسو بېرته خپل هېواد ته را ستانه شئ.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست وزیر کریستوفر میلر تېره ورځ په بهرنیو هېوادونو کې خپلو سرتېرو ته په لېږلي پیغام کې د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی ویلي یې دي، اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې تاسو خپل هېواد ته راستانه شئ.

نوموړي دغه راز زیاته کړې ده، چې له القاعده شبکې سره د امریکا جګړه لا پای ته نه ده رسېدلي او په وینا یې دوی د القاعده او د هغوی د ملاتړو ډلو ماتولو ته نیږدې شوي دي.

هغه ویلي:

په داسې حال کې چې مونږ د راتلونکي لپاره چمتووالی نیسو او د هغې جګړې ختمولو ته هوډمن یو چې په ۲۰۰۱ کال کې القاعده شبکې زموږ تر پولو راوړه. دغه جکړه لا نه ده ختمه شوې.

نوموړي دغه راز ویلي، امریکا غواړي چې د جګړې د رهبري له برخې را وګرځي او په حمایوي ډول جګړه مخته بوځي، او په وینا یې اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې امریکایي سرتېري خپلې خاورې ته بېرته را وګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په څو څو واره ویلي، چې ډېر ژر به خپل سرتېري له افغانستانه وباسي، بلخوا داسې خبرونه راغلي چې په پنتاګون کې له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو پر سر اختلافات موجود دي او ځینې وایي، چې سرتېري دي ژر له افغانستانه ووځي خو ځينې بیا وایي، چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شتون اړین دي.

په ورته وخت کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار هم څو ورځې وړاندې د هرات امنیتي کانفرانس په لېږلي کلیپ کې ویلي و، چې امریکا د افغانستان په وړاندې د ټول تاریخ ناکامه سیاست پرمخ وړی.

هغه ویلي و، ډونالډ ټرمپ په خراب سیاست امریکا او طالبان د افغانستان حکومت ته یو لاس کړل او افغان حکومت یې یوازې پرېښود.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د ډیمو کراټ ګوند نوماند جوبایډن وګټلې او ولسمشر ټرمپ به د د راتلونکې کال تر جنورۍ میاشتې پوري د ولسمشر په توګه په سپینه ماڼۍ کې پاتې وي.