نیویارک‌ټایمز ورځپاڼه لیکي، اسرایلي استخباراتو د القاعده شبکې یو مهم غړی ابو محمد المصري په تهران کې وژلی دی.

دغه ورځپاڼه وایي، ابو محمد المصري په کینیا او تانزانیا کې د امریکا په سفارتونو کې د بریدونو اصلي طراح وو. ورځپاڼه لیکي اسرایلي ځواکونو ابو محمد المصري په یو هدفي برید کې وژلی دی.

په ورته وخت کې ایران بیا دغه خبرونه رد کړې او زیاته کړې یې ده چې امریکا غواړي په داسې کړنو ایران له القاعده شبکې سره په اړیکو لرلو تورن کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکایي رسنیو هغه راپورونو بې اساسه دې چې ادعا کوي اسرایلي استخباراتو په تهران کې د القاعده شبکې مهم غړی ابو محمد المصري وژلی دی.

دوی وايي، امریکا هڅه کوي په داسې بې بنسټه خبرونو پر ایران نړیوال فشارونه زیات کړي او په وینا یې امریکا غواړي ایران له القاعده شبکې سره په اړیکو لرلو تورن کړي په داسې حال کې چې په ایران کې د القاعده شبکې حضور دروغ دی.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو هم د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د القاعده شبکې یو مهم غړی چې د یادې ډلې د هندي څانګې له مشرانو څخه وو وژلی وو.