د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر خپل ټوېټر د کابل پوهنتون نننی بريد د طالبانو کار بللی دی او دغه بريد يې د افغان حکومت يوه استخباراتي ناکامي ياده کړې ده. نوموړي دا څرګندونې پر خپل ټوېټر کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر صالح وړاندې د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي هم وليکل، له هغه وروسته چې ترهګر په هلمند کې له ماتې سره مخ شول، اوس دغه ډلې سره يو ځای شوې او پر اکاډمیکو مرکزونو بريدونه کوي.

صديقي پر خپل ټوېټر ليکلي:

پر کابل پوهنتون نننی تروریستي برید په کلکه غندو. د خپلو امنیتي ځواکونو په پیاوړو مټو بشپړ باور ولرو، چې په چټکۍ به تروریستان له منځه یوسي. په هلمند کې د تروریستانو تر شرمناکې ماتې وروسته اوس؛ دغه ډلې وارخطا شوي او اکاډمیک ځایونه په نښه کوي.

خو طالبانو بيا د کابل پوهنتون بريد کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

نن سهار کابل پوهنتون ته له شمالي دروازې يو شمېر وسله‌وال دننه شول او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د حقوقي ستاژ پر ودانۍ يې بريد وکړ.

د عامې روغتیا وزارت وايي، تر دې مهاله له دې پېښې ۸ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

له بل لوري د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين ويلي، ځانګړي پولیس د وسله‌والو بريدګرو په له منځه وړلو بوخت دي او د نوموړي په خبره، له بده مرغه پېښه مرګ‌ژوبله لري.