د افغانستان کرکټ بورډ وايي، رحمت‌الله قريشي د دغه ادارې د نوي اجرائيه رئيس په توګه ټاکل شوی دی.

د کرکټ بورډ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي او د بورډ غړو څه موده وړاندې د اجراییه ریاست لپاره د اعلان شوي بست په موخه له یو شمېر غوره شوو نوماندانو سره مرکې وکړې چې له منځه یې ښاغلی رحمت الله قریشي د غوره نوماند په توګه نن په رسمي ډول ادارې ته معرفي شو.

د خبرپاڼې په حواله قريشي له بېلابېلو ملي او څو ملیتي ادارو سره شا وخوا ۲۳ کلنه تجربه لري چې له دې منځه یې له نړیوال بانک، ملګرو ملتونو، د ځوانانو د پرمختګ، د څار او ارزونې او د پروژو د مدیریت په ډګرونو کې دندې ترسره کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی نن د معرفۍ په ناسته کې د ادارې سرپرست اجراییه رییس ښاغلي محمد نظیم جار عبدالرحیمزي له لوري د افغانستان کرکټ بورډ ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

 همدارنګه نوي ګومارل شوي اجراییه رییس ښاغلي قریشي هم له کرکټ بورډ سره د یوځای کېدو له امله خوښي وښوده او په وینا یې، لومړیتوب به یې د ادارې پرمختګ او لاسته راوړنې وي.

قریشي زیاته کړه:

زموږ یوازېنۍ موخه افغان کرکټ ته لا ډېره پیاوړتیا او هېوادوالو ته خوښي ورکول دي، ځکه کرکټ په هېواد کې یوازېنۍ هغه لوبه ده چې د خلکو ورته سترګې دي او انشاءالله د غوره پالیسیو او اهدافو په پایله کې به کرکټ یو ځل بیا د مینې او خوښۍ پر لوبې بدلوو.

 کرکټ بورډ ويلي، قریشي د عامه ادارې او عمومي مدیریت په برخو کې دوه ماسټرۍ لري چې سربېره پر دې یې په امریکا او اروپا کې هم په بېلابېلو علمي کورسونو کې  ګډون کړی دی.