
د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي، د ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې د يوې چاودنې له کبله درې پوليس وژل شوي او يو ملکي وګړی او يو پوليس ټپيان شوي دي.
د هرات د عامې روغتیا رياست وياند محمد رفيق شېرزی وايي، له دې پېښې د درېيو پولیسو جسدونه او دوه ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي چې ټپيانو کې يو ملکي وګړی او يو پوليس سرتېری دی.
دغه چاودنه نن سهار د هرات ښار د لسمې حوزې اړوند پایاب اب سيمه کې رامنځته شوې.
د هرات پوليس وايي، د دې پېښې په تړاو يې پلټنې پيل کړې دي.
تر دې مهاله کوم شخص يا ډلې د دغه چاودنې مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی.