افغان حکومت او طالبانو هوکړه کړې چې قطر به د اسانچاري په توګه د سولې خبرو کې رول لوبوي او د دواړو خواوو مرکچيانو ته به مشورې ورکوي.

په دوحه کې يو شمېر سرچينې وايي، له هغه وروسته چې حکومت او طالبان د اختلافي مواردو په حلولو کې پاتې راغلل، پرېکړه وشوه چې قطر دې اسانچاری رول ترسره کړي.

د دې راپورونو له مخې، د قطر حکومت بين‌الافغاني خبرو کې ګډون نه شي کولای، خو کولای شي، د اختلافونو د ډېرېدو پر وخت د دواړو لورو مرکچيانو ته په انفرادي ډول مشورې ورکړي.

د اسانچاري د رول لپاره پنځه هېوادونه، قطر، ازبکستان، اندونيزيا، ناروې او جرمني وړانديز شوي وو چې بالاخره پر قطر هوکړه شوې.

افغان حکومت او طالبان تر دې مهاله هم د سولې د خبرو لپاره د بنسټ پر ټاکلو نه دي سلا شوي او دا د دواړو لورو تر منځ تر ټولو جدي اختلاف بلل کېږي.

طالبان وايي، د بين‌الافغاني خبرو لپاره دې بنسټ د دوی او امريکا د دوحې هوکړه وي، خو افغان حکومت بيا وايي، د دې خبرو بنسټ دې د سولې مشورتي جرګې پرېکړه‌ليک او د کابل اعلاميه وي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د روان مېلادي کال د سپټمبر په ۱۲مه نېټه د سولې خبرې پيل شوې، خو تر دې مهاله دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د دې خبرو لپاره په تګلاره يا طرزالعمل موافقه وکړي.