په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يا يوناما يو ځل بيا د جګړې پر دواړو اړخونو غږ وکړ چې ژر تر ژره تاوتريخوالی کم کړي.

يوناما په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې روانه جګړه کې ښځو او ماشومانو ته هم ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې.

يوناما په دغه راپور کې ويلي، نه یوازې افغانستان کې روانې جګړې يو شمېر ښځو او ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې، بلکې دې جګړې د ډېری ښځو او ماشومانو په روان هم ناوړه او منفي اغېز کړی دی.

يوناما ويلي، اوس مهال د سولې لپاره يو ښه فرصت رامنځته شوی او افغان حکومت او طالبان بايد له دغه فرصت په ښه ډول ګټه واخلي.

په اعلاميه کې راغلي، په تېرو نهو میاشتو کې په هرو لسو وژل شوو ملکي کسانو کې څلور یې ماشومان او ښځې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ له نېږدې دوو مياشتو راهيسې خبرې روانې دي، خو تر دې مهاله يې افغانستان کې د تاوتريخوالي له کمښت سره مرسته نه ده کړې.