د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، افغان سوله به د سیمې د سوداګرۍ لپاره ګټوره وي او په وینا یې په افغانستان کې ثبات راتلل به په سیمه کې اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له سرپرست وزیر نثار احمد فیضي سره کتلي.

عمران خان په دغه کتنه کې ویلي، د افغان سولې راتګ به د سیمې پر سوداګرۍ مثبته اغېزه وکړي او په خبره یې سوله به د سیمه‌ییزو اړیکو د پراختیا او د اقتصادي فرصتونو په برابرولو کې د ټولې سیمې لپاره ګټوره وي.

عمران‌خان دغه راز زیاته کړې چې هېواد به یې د افغان سولې په بهیر کې هر راز همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سوداګرۍ دوه ورځنۍ ناسته ترسره شوه چې پکې ګڼو افغان او پاکستاني لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.