يو شمېر اسلامي هېوادونو له هغه وروسته د فرانسوي توکو بايکاټ پيل کړ چې په دغه هېواد کې د حضرت محمد (ص) کارتونونه بياځلي خپاره شول او ولسمشر يې هم ترې ملاتړ اعلان کړ.

په دې بايکاټ کې کويټ، قطر او اردن تر نورو مخکې دي. د دې تر څنګ په يو شمېر نورو هېوادونو په ځانګړي ډول سعودي عربستان او پاکستان کې هم دغه کمپاين پيل شوی دی.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان بيا د فرانسې ولسمشر امانوويل مکرون عصبي ناروغ بللی او نوموړي ته يې روغتون ته د تګ سپارښتنه کړې.

له فرانسوي توکو سره پرېکون په ځانګړي ډول له هغه وروسته پيل شو چې د فرانسې ولسمشر د هغه ښوونکي دفاع وکړه چې ښوونځي کې د محمد (ص) د کارتون له ښودلو وروسته ووژل شو.

فرانسې بيا له اسلامي هېوادونو غوښتنه کړې چې د دغه هېواد له توکو سره دې پرېکون نه کوي.