د ازادو سياليو مسلمان روسي لوبغاړي حبیب نور محمدوف په پر له پسې ۲۹مه سيالۍ کې تر بريا وروسته په ناڅاپي ډول له لوبو سره مخه ښه وکړه.

حبيب د يو اف سي نړيوال سازمان په کوربه‌توب په ۷۰ کيلو وزن کې تېر ماښام خپل امريکايي سيال جاستین گیچي له ماتې سره مخ کړ.

دغه لوبه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوه.

نوموړي تر پر له پسې ۲۹مې بريا وروسته اوښکې تويې کړې او ويې ويل، د پلار تر مړينې مخکې به يې هغه په ټولو لوبو کې ورسره و، خو نن يوازې دی.

حبیب وويل، د پلار د نشتون له کبله او د مور په غوښتنه نور له ازادو سياليو سره مخه ښه کوي او دا يې وروستۍ لوبه وه.

د حبیب پلار چې د نوموړي ښه روزونکی و، څه وخت وړاندې د روسيې په داغستان کې د زړه د ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.

حبیب په ازادو سياليو او د خپل وزن کټه ګورۍ کې د نړۍ اتل او لومړی درجه لوبغاړی دی.