د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي، د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او د دغې جرګې ځینې غړي به سبا د اکتوبر ۲۳مه پاکستان ته سفر وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ د افغانستان د پارلمان لوړ پوړي پلاوي به د اکتور په ۲۳ مه نېټه پاکستان ته سفر وکړي.

نوموړی وایي، په دې پلاوي کې به پارلماني کمېټو ۵ رئیسان، د پارلمان ګڼ شمې غړي، منشي او د ولسي جرګې چارواکي شامل وي.

د ولسي جرګې رئیس او غړي یې په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د کابینې ۲۴ وزیران دغې جرګې ته د باور رایو اخیستلو لپاره ور وپېژندل.