د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۱۶ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۴۰ زره ۶۲۶ کسانو ته ورسېد.

ډېری نوې پېښې ۴۱ هرات، ۱۵ بغلان، ۱۲ کابل، ۱۲ پروان، ۱۲ کندوز او ۱۱ هم بلخ کې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله څلور ناروغان مړه شوي دي چې په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله يو زر او ۵۰۵ تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۷ تنه رغېدلي دي، چې په دې سره د بېرته رغېدلو کسان شمېر ۳۳ زره او ۸۳۱ تنو ته ورسېد.