د اسټراليا د غوره ليګ يا بېګ باش اډلېډ سټرايکرز لوبډلې يو ځل بيا د بېګ باش ليګ د نوي فصل لپاره له افغان لوبغاړي راشدخان سره تړون وکړ.

راشدخان د دغه لوبډلې لپاره درېيم غوره وېکټ اخیستونکی پاتې شوی چې په ۴۰ مېچونو کې يې ۵۶ وېکټې اخيستې او د هغه کسانو منځ کې چې لږ تر لږه يې دې لوبډلې ته لس لوبې کړې وي، تر ټولو ښه ايکانومي (۶،۳۶) لرونکی لوبغاړی دی.

راشدخان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې له دغه لوبډلې سره يو ځای شو.

د نړۍ د کرکټ دغه افغان ستوری راشدخان د کرکټ نړيوالې شورا د شل اووريزو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري.