کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات د امنیه قومندانۍ پولیسو تېره ورځ د څو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې په جنایي جرمونو کې ښکېل اووه کسان نیولي دي.

له کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو ترسره کړي چې په ترڅ کې یې اووه تنه د وژنې او د وسایطو د غلا په تور نیولي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسي په مرکز کابل او نورو ولایتونو کې جنایي پېښې، او غیري مسئوله وسله‌وال زیات شوي چې د هېواد وګړي یې له اندېښنو سره مخ کړي دي.