د امريکا متحده ایالات وايي، ايران او روسيې د دغه هېواد په ټاکنو کې د لاسوهنې په هدف د رايه‌ورکوونکو اطلاعات ترلاسه کړي او يو شمېر رايه‌ورکوونکو ته يې وېروونکي برېښناليکونه لېږلي دي.

د امريکا د ملي امنيت مدير او دغه راز د امريکا د فدرالو پوليسو يا اف بي ای مدير دواړو ويلي چې ايران څلورو ايالتونو ته د خبرداري برېښنا‌ليکونه لېږلي، تر څو په رايه‌ورکوونکو کې وېره خپره کړي.

دوی دواړو خبرداری ورکړی چې که هر هېواد د امريکا په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، لويه بيه به يې پرې کړي.

دوی دغه راز رايه‌ورکوونکو ته ډاډ ورکړی چې د ايران او روسيې د شومو هڅو سره سره به د دوی رايې په دقیق ډول شمېرل کېږي.

د امريکا د ملي امنيت او اف بي ای مديرانو داسې مهال دا خبري غونډه ور وبلله چې د امريکا په څلورو ايالتونو په ځانګړي ډول فلوريدا او پنسلوانیا کې چې د ډونالډ ټرمپ او جوبايدن تر منځ ټاکنيزه سيالي پکې ډېره نېږدې ده، ديموکراتو رايه ورکوونکو د خبرداري برېښناليکونه ترلاسه کړل.