
د اسټراليا د کرکټ غوره ليګ يا بېګ باش ملېبورن رېنېګېډز لوبډلې د نړۍ لومړي مقام لرونکي ټولچاري يا الرونډر لوبغاړي محمد نبي سره تړون تازه کړ.
دغه لوبډلې پر خپل ټوېټر ليکلي چې د افغانستان د ملي لوبډلې له دې لوبغاړي سره يې د لسم پړاو بېګ باش ليګ لپاره بيا تړون کړی دی.
محمد نبي چې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی دی، د کرکټ نړيوالې شورا د ټولچارو يا الرونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام لري.
نوموړی له څو کلونو راهیسې د بېګ باش تر څنګ د نړۍ په نورو مهمو ليګونو لکه؛ ای پي ال، سي پي ال، ټي ټېن، بي پي ال او نورو کې لوبېږي.