امنیتي چارواکي وایي، وسله‌والو طالبانو د بدخشان پر مرکز فیض اباد برید کړی او د مرکز اړوند اتمه ناحیه یې نیولې ده.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، وسله‌والو طالبانو له تېرو ورځې راهیسې د دغه ولایت مرکز اړوند اتمه ناحیه نیولې ده.

نوموړی وایي، په بدخشان کې له تېرې اوونۍ را هیسي د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده چې تر دې دمه ۲۹ وسله‌وال طالبان او ۷ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره وسله‌والو طالبانو تېره ورځ د دغه ولایت اتمه ناحیه نیولې او لا هم د دوی په لاس کې ده او په خبره یې امنیتي ځواکونو د دې لپاره چې ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله وا نه وړي تکتیکي شاتګ کړی.

بلخوا د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې پیغام کې ویلي، چې په بدخشان ولایت کې یې درې امنیتي پوستې نیولې دي.