د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۵۹ کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زياته کړې، په دې سره په افغانستان کې په کرونا وايروس د اخته شوو کسانو شمېر ۴۰ زره ۲۰۰ کسانو ته ورسېد.

ډېری نوې پېښې ۳۱ هرات، ۶ تخار، ۵ بلخ، ۵ بغلان او ۵ پروان کې ثبت شوې دي. کابل کې بيا يوازې ۲ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له کبله څلور ناروغان مړه شوي دي چې په ټوليز ډول تر دې مهاله په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له کبله ۱۴۹۲ تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ناروغۍ ۵۳ تنه رغېدلي دي، چې په دې سره د بېرته رغېدلو کسان شمېر ۳۳ زره او ۶۱۴ تنو ته ورسېد.