په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند ويلي، يوې پوځي الوتکې يې په کندهار هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې.

د نوموړي په خبره، دا سي-۱۷ ډول الوتکه وه چې نن سهار بېړنۍ ناستې ته اړه شوې ده. د امريکايي ځواکونو وياند ويلي، دغه پېښه کې چاته د سر زيان نه دی اوښتی.

د نوموړي په خبره، د دښمن کوم فعاليت دغه پېښه کې دخيل نه دی.

هغه وايي، د پېښې په تړاو څېړنې پيل شوې دي.