د کورنیو چارو وزارت وايي، د غور په مرکز فېروزکوه کې موټربم چاودنې ۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارين پر خپل ټوېټر ليکلي، دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې رامنځته شوې.

د نوموړي په خبره، يو کرولا موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، په فېروزکوه ښار کې د شهيدانو او معلولينو رياست او د امنيه قومندانۍ لومړي قراول ته نېږدې چاودنه ورکړل شوه.

د نوموړي په خبره، د لومړنيو معلوماتو له مخې تر دې مهاله په دې پېښه کې ۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.