د تېر پر خلاف د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو تېره ورځ لويه او عمومي ناسته کړې او د تماس ډلو ته يې سپارښتنه کړې چې اختلافات دې ژر تر ژره حل کړي.

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري او د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد نعيم په خپلو ټويټونو کې ويلي، چې دغه ناسته کې د دواړو پلاوو مشرانو هم ګډون کړی و او د تماس ډلو ته يې سپارښتنه کړې چې اختلافات دې ژر تر ژره حل کړي تر څو پر طرزالعمل له توافق وروسته پر اجنډا خبرې پيل شي.

دغه راز د دواړو پلاوو مشرانو ټينګار کړی چې خبرې دې په ښه فضا کې ترسره شي.

د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ دغه عمومي ناسته داسې مهال ترسره شوې چې د تماس ډلې تر يوې مياشتې خبرو وروسته هم نه دي توانېدلې چې د طرزالعمل پر ټولو مواردو توافق وکړي.