د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کرونا وایروس د اخته کېدو دوه اوونۍ وروسته تېره روځ په فلوریډا کې لومړۍ ټاکنیزه غونډه ترسره کړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ چې په کرونا وایروس اخته شوی، نوموړی درې ورځې د امریکا په یو پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې وو.

د ولسمشر ټرمپ ځانګړی ډاکټر وایي، د ټرمپ د کرونا وروستۍ ازموینې پرلپسې منفي وې او نرو ترې دا وایروس بل چاته لېږدېدلی نه شي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د فلوریډا ستنفورډ ښار کې د زرګونو پلویانو سره ټاکنیزه غونډه ترسره کړه.

فلوریډا د امریکا تر ټولو زیات نفوس لرونکی ایالت دی چې د سږ کال هر نوماند په بریالي کېدو کې به ډېر مهم رول ولري، ډونالډ ټرمپ او جوبایډن دواړه هڅه کوي چې د فلوریډا په څېر د زیات نفوس لرونکي ایالت ډېرې رایي ترلاسه کړي.