د افغانستان کرکټ بورډ ليکوال، ژورناليست او خبريال جعفر هاند د افغان کرکټ افتخاري سفير ټاکلی دی. کرکټ بورډ ويلي، ښاغلي هاند ته دغه لقب کرکټ ته د نوموړي د خدمتونو له کبله ورکړل شوی دی.

جعفر هاند د کرکټ په ډګر کې د (درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ) تر عنوان لاندې اثر هم په دې وروستیو ورځو کې له چاپه راوتلی چې پکې د افغان کرکټ د تاریخ، مخینې، خاطرو، لاسته راوړنو او د لوبغاړو ځلېدو ته اشاره شوې ده.

د کرکټ بورډ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه ادارې د عمومي رئيس فرهان یوسفزي له قوله راغلي:

هر هغه څوک چې د کرکټ لپاره خدمت کوي، کرکټ ته خبري پوښښ ورکوي، په اړوند یې څېړنه کوي او پر ځای نیوکې کوي، موږ د دوی کړنې ستایو او مثبتو سپارښتنو ته یې درناوی لرو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي یوسفزي د جعفر هاند د نوي لیکل شوي اثر۲۰۰ جلده کتابونه هم په خپل شخصي لګښت وپېرل چې په وینا یې، د مرکزي دفتر سربېره به یې د ادارې زونونو ته هم ولېږي.

يوسفزي زياته کړې:

موږ همېشه د رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانینو او اصولو ته احترام لرو، هر وخت مو له خپلو درنو خبریالانو او تحقیقي مرکزونو سره د کرکټ ټول اړوند معلومات شریک کړي چې په دې برخه کې به موږ هر وخت همکاره واوسو.

د یادولو ده چې ښاغلي محمد جعفر هاند د کرکټ په اړه په خپل نوي کتاب کې د افغان کرکټ په اړه ډېر جالب او هر اړخیز معلومات راغونډ کړي، دا په ورته ډول کې لومړنی کتاب دی چې په دومره ښه ډول او ژور تحقیق او څېړنې سره لیکل شوی دی.