د اذربایجان او ارمنیا تر منځ د اوربند تر اعلان وروسته د دې دواړو هېوادونو ترمنځ په جنجالي سيمه نګورنو قره‌باغ کې توغندي لګېدلي او د اوربند د دوام هيلې يې پيکه کړې دي.

دواړه هېوادونه يو بل د اوربند په ماتولو تورنوي.

د اذربايجان او ارمنیا د بهرنیو چارو وزيرانو د جمعې په ورځ په مسکو کې د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرګې لاوروف په منځګړيتوب لس ساعته خبرې وکړې او هوکړه يې وکړه چې اوربند کوي او شخړه د خبرو له لارې پای ته رسوي. خو قره‌باغ کې وروستيو چاودنو يو ځل بيا وضعيت کړکېچن کړی دی.

دې دواړو هېوادونو دوه اوونۍ جګړه وکړه او په ترڅ کې يې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول.

نګورنو قره‌باغ د دواړو هېوادونو ترمنځ جنجالي سيمه ده چې نړيواله ټولنه يې د اذربايجان د يوې برخې په توګه پېژني، خو ډېری وګړي يې ارمنیان دي.

ترکيې او افغانستان په دې شخړه کې د اذربایجان د دريځ ملاتړ کړی دی او نګورنو قره‌باغ يې د اذربایجان اړوند سيمه بللې ده.