د افغانستان او اسټرالیا کرکټ لوبډلو ترمنځ د روان کال په نومبر میاشت کې پلان شوې ټیسټ لوبه تر نامعلوم وخت پورې وځنډول شوه.

د اسټرالیا د کرکټ ادارې تېره ورځ اعلان وکړ، د کرونا وایروس له کبله د سیالیو د ځنډولو پرېکړه د مدیره پلاوي تر درېیو غونډو وروسته وشوه.

اسټرالیا کرکټ ادارې دغه راز له نیوزیلنډ سره د یو ورځنیو سیالیو لړۍ ۲۰۲۲ میلادي کال ته و ځنډوله.

ټاکل شوې وه چې افغانستان او اسټرالیا د لومړي ځل لپاره د روان کال نومبر میاشت په ۱۲مه یوازینۍ ټیسټ لوبه وکړي خو د اسټرالیا کرکټ ادارې دغه لوبه د کرونا وایروس له کبله ځنډولې ده.