د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د جمعې د لمانځه خطبه کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ، که د ډاکتر نجیب د وژل کېدو تلین ونماځل شي د لویې جرګې تالار، ارګ او پارلمان محاصره کړئ.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ د جمعې د لمانځه په خطبه کې پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د ډاکتر نجیب د تلین د نماځلو مخه ونیسي.

نوموړي خپلو پلویانو ته وویل:

د ډاکتر نجیب د تلین نماځلو په صورت کې د نورو محلونو ترڅنګ ارګ او  پارلمان ترهغه محاصره کړئ چې نه یوازې د داسې شرارتونو بیا عدم تکرار کلک تعهد ترلاسه کړی بلکې ټول هغه ملحد او سیکولر چارواکي چې د افغانانو ملي او دیني ارزښتونو ته سپکاوی کوي له خپلو دندو لري کړي.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې سږ کال د هیواد ځوانانو د ولسمشرۍ ماڼۍ سره په ګډه د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو د تلین نماځلو پرېکړه کړې ده.

تردې وړاندې داسې خبرونه راغلل چې ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو تلین د نه نماځلو غوښتنه کړې وه خو اوس ویل کېږي ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان له مخې د دغې ورځې د نماځلو امر کړی دی.

ډاکتر نجیب د افغانستان پخوانی ولسمشر وو، د طالبانو له رژیم پېلیدو سره سم نوموړی د طالبانو له خوا و وژل شو، چې تر اوسه په هیواد کې د ډېرو خلکو ملاتړ له ځانه سره لري او د هیواد هر وګړی یې د یو بریالي او وطندوست ولسمشر په توګه پېژني.