د ملي دفاع وزارت وايي، د ملي پوځ د هوايي ځواک MD530 ډوله یوه چورلکه نن مازديګر څلور نيمې بجې د تخنیکي ستونزو له کبله د بغلان ولایت د پلخمری ښار د کپرک په سیمه کې سقوط کړی دی.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې پیښه کې د هوايي ځواک دوه پيلوټان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد له دغې پیښې سخت متاثره او خواشينى شوی دى.

ملي دفاع وزارت ويلي، دوی له تخنیکي ستونزې سره د دغې چورلکې د مخ کېدو څرنګوالی څېړي.