ولسي جرګې د چهارشنبه په ورځ په خپله عمومي غونډه کې د ملکي هوايي چلند او جزايي کړنو په قوانينو کې د يو شمېر مواردو د تعديل او زياتولو په تړاو د ولسمشر دوه تقنيني فرمانونه رد کړل.

د سولې لپاره د ښځو د مطالعاتو بنسټ چې د ولسي جرګې عمومي ناستې له نېږدې څاري وايي، چې دوه فرمانونه پرون د ولسي جرګې له لوري په اکثريت رايو رد شول.

دغه بنسټ وايي، د ملکي هوايي چلند قانون د يو شمېر موادو د تعديل په تړاو د ولسمشر ۳۵۹ ګڼه او د جزايي اجرائاتو قانون کې د يوې مادې زياتوالي په تړاو د ولسمشر ۳۰۸ ګڼه فرمانونه رد شوي دي.

ولسي جرګې دغه راز په دې عمومي ناسته کې د سولې خبرو له پيلېدو سره هم‌مهاله هېواد کې د تاوتريخوالي پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې.

دوی ټينګار کړی چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې په وروستيو کې تاوتريخوالی د پام وړ زیات شوی دی.

دوی له امنيتي ادارو غوښتنه کړې چې د ناامنو سيمو د امنيت په ټينګښت کې جدي اقدامات ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وږي مياشتې په ۲۲ مه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پيل شوې خو تر دې مهاله یې په افغانستان کې د جګړې او تاوتريخوالي پر کمښت کوم اغېز نه دی کړی.