د احصايې او معلوماتو ملي ادارې رئیس احمد جاويد رسولي وايي، په پېژندپاڼو کې د مور نوم ليکل اختیاري دي او که څوک ونه غواړي پر پېژندپاڼه يې د مور نوم ولیکل شي، نه ليکل کېږي.

 رسولي نن کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل:

په الکترونیکي تذکرو کې د مور نوم درج کول اختیاري دي او د الکترونیکي تذکرې د غوښتونکي په خوښه ترسره کېږي. که چېرې د تذکرې غوښتونکی د مور نوم له درج کولو سره موافق نه‌ وي، الکترونیکي تذکره یې د مور له نوم پرته چاپ او وېشل کېږي.

رسولي ټينګار وکړ، هغه برېښنايي پېژندپاڼې چې تر دې وړاندې وېشل شوې هم د اعتبار وړ دي. نوموړي وويل:

هغه الکترونيکي تذکرې چې تر دې وړاندې د مور له نوم پرته وېشل شوې دي د اعتبار وړ دي او هغو اتباعو چې مخکې یې الکترونیکي تذکرې اخیستي دي، اړینه نه ده چې بیا تذکرې واخلي.

د رسولي په خبره، ټولې هغه الکترونيکي تذکرې چې د مور له نوم سره او یا د مور له نوم پرته وېشل کېږي یو شان اعتبار لري.

دغه راز نوموړی وايي هغه هېوادوال چې تر اوسه یې الکترونیکي تذکرې نه دي اخیستي او اوس غواړي چې د مور نوم یې په الکترونيکي تذکرو کې درج شي، کولای شي د الکترونیکي تذکرې وېب‌پاڼې(nid.nsia.gov.af) ته مراجعه وکړي، اړونده فورمه ډکه کړي، د مراجعې نېټه او وخت او د الکترونیکي تذکرې د وېش یو مرکز وټاکي او دې ادارې ته خپل غوښتنلیکونه په انلاین ډول د نورو پړاوونو د بشپړولو په موخه واستوي.

د يادولو ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د یوه تقنیني فرمان په ترڅ کې په الکترونیکي تذکرو کې د مور نوم د لیکلو په موخه د نفوسو د احوال ثبتولو قانون ځینې مواد چې تر دې وړاندې د افغان دولت د کابينې لخوا تصویب شوي و، توشیح کړل.

له دې فرمان سره سم، له دې وروسته د احصایې او معلوماتو ملي اداره کولای شي د افغانستان د اتباعو په الکترونیکي تذکرو کې پر ټولو فردي مشخصاتو سربېره، د مور نوم هم درج کړي.