د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د کرېکټ د دوو لوبډلو ترمنځ شخړه شوې او په پايله کې يې يو تن وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، د روداتو ولسوالۍ په شېخ احمد کلي کې د کرېکټ دوو سيمه‌ييزو لوبډلو شخړه کړې او د حسبان الله په نوم يوه لوبغاړي د دويمې لوبډلې پر غړي ذبيح الله د کلاشنکوف ډزې کړې چې په پايله کې يې ذبیح الله نومی وژل شوی دی.

د خوګياڼي په خبره، حسبان الله له پېښې وروسته له سيمې تښتېدلی دی. نوموړی وايي، پوليس سيمې ته رسېدلي او د قاتل لټون پيل شوی دی.