د کابل شار په شپمې او دولسمې حوزې اړروند سیمو کې وسله وال پر له پسې بریدونه کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا ورازت چارواکي وایي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات کسان ټبیان دي چې په کې ملکیان هم شامل دي.

لومړی برید دکا بل ښار په شپږمې حوزې کې هغه مهال رامنځته کله چې وسله والو د شپږم حوزې ودانې ته نژدې چاودیدونکې توکو ته چاودنه ورکړه.

عیني شاهدان وایي، چاودنې د شپږمې حوزې او د حربې ښوونځې ودانې ته نژدې رامنځته شوی ده او له سیمې څخه د ډزو غږ هم اوریدل شوی.

دویم برید د کابل ښار په دولسمې حوزې کې د ارزان قیمت په سیمه کې رامنځته شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا چارواکي مخکې ویلي وه، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان ټپیان شوي دي.