هندي رسنۍ وايي، ټاکل شوې ډېر ژر د دغه هېواد يو پلاوی کابل ته لاړ شي، څو په کابل کې په افغان سېکانو هغه بريد وڅېړي چې ۲۷ تنه پکې وژل شوي وو.

انډيا ټوډې ورځپاڼې ويلي، دغه پلاوي کې څلور کسان برخه لري او هغه بريد څېړي چې د روان کال په مارچ مياشت کې په کابل کې په يوه درمسال ترسره شو. په دغه بريد کې يو هندي تبعه هم وژل شوی و.

د دغه راپور له مخې ټاکل شوې هندي پلاوی له هغو بنديانو سره وګوري چې د افغان حکومت له لوري د دغه بريد په تړاو نيول شوي دي.

افغان حکومت تر دې مهاله په دې تړاو تبصره نه ده کړې.

 هند تر دې وړاندې ګڼو افغان سېکانو ته د دغه هېواد ويزې هم ورکړې دي او تر دې مهاله ۱۸۴ کورنۍ هند ته ستنې شوې دي.