
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د غزني ولایت د ولسی جرګې ټاکنې به د راتلونکې کال د غویي یا ثور په میاشت کې ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایی، په غزني کې یې د ولسي جرګې د ټاکنو طرحه د تائید لپاره حکومت ته لېږلې او په وینا یې د یادې طرحې له مخې ټاکل شوې چې په غزني کې د ولسي جرګې ټاکنې په راتلونکې غویي میاشت کې ترسره شي.
یاد کمېسیون وایي، د نوې طرحې له مخې د دغه ولایت د ولسي جرګې ټاکنې به په درېیو حوزو کې ترسره کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له حکومت غوښتي چې په دغه ولایت کې د امنیت د ټنګښت لپاره اړین اقدامات ترسره کړي او مالي سرچینې دې د دوی په واک کې ورکړي تر څو دا ټاکنې په ارامه فضا کې ترسره شي.
د یادولو ده چې تېر کال په غزني ولایت کې د حوزو د وېش پرسر د را منځته شویو لانجو له کبله په دغه ولایت کې ټاکنې ترسره نه شوې.