Wednesday Jul 18, 2018

مخابراتو وزارت: ډیر ژر به د څلورم نسل (4G) انټرنېټ خدمات پیل شي

نوشته شده توسط khaama - Thu Feb 23 2017, 5:19 am

د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي وایي، افغان حکومت ب ډیر ژر به د څلورم نسل یا ۴ جي خدمات په هېواد کې پيل کړي

د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال او سرپرست احمد شاه سادات په وینا، د مخابراتو وزارت د جمهوري ریاست مقام سره په هماهنګي کې تصمیم ونیو چې د څلورم نسل انټنېټ اسانتیواې پالیسي په رسمي توګه اعلان کړي.

دغه له شخصي مخابراتي شبکو غوښتي چې د ۴ جي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د تخنیکي تیاریو تر څنګ خپل کاري اجازه لیکونه هم تازه کړي.

له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې په افغانستان کې د معلوماتي ټيکنالوژۍ په برخه کې ډېر کار شوی، چې له هغې ډلې د افغانستان شاوخوا ٪۸۵ خاوره د مخابراتي آسانتیاوو تر پوښښ لاندې راغلې چې د چارواکو په وینا پاتې پنځلس فیصده برخې ته یې د امنیتي ستونزو له امله نه دي توانېدلي چې دا مخابراتي آسانتیا برابره کړي.

افغانستان اوس له نړۍ سره د انټرنيټ له لارې وصل دی او خلک کولی شي په اسانه توګه د خپلو موبايل تليفونو له لارې د انترنيت څخه په استفادې سره خپلې ستونزې حل کړي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید